انصار: (د مرغومی 17مه) ، د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې د تېر یوه کال په پرتله اوسمهال په دغه ولایت کې یو ځل بیا د غلا، وژنو او نورو جنایي جرمونو کچه لوړه شوې ده.
د یاد ولایت اوسیدونکي وایي، په دې وروستیو ورځو کې وسله وال غله عام خلک په رڼا ورځ او توره شپه لوټي او د ښار په ګوښه کوڅو کې د وسلې په زور ترې پيسې او مبايلونه اخلي او حتا د اشخاصو د کور له مخې موټړ هم تښتوي.
د مزارشریف ښار دوه تنه اوسېدونکي اباسین او فضل محمود وايي، که څه هم د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته، د جنايي جرمونو کچه ټيټه شوې، خو اوس هم وخت ناوخت د امنیتي ضد پېښو شاهدان دي.
بلخوا د بلخ ولایت امنيه قومندانۍ مسوولين بيا د جنایي جرمونو د کمېدو خبر ورکوي او په خبره يې، د تېرو درېیو مياشتو پرمهال یې د غلا، وژنو، اخلاقي فساد او نورو بېلابېلو جرمونو په تور څه باندې ۲۰۰ تنه مظنونین نيولي دي.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري په دې اړه کلید ته وویلی: « زموږ امینتي ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې د مزارشریف ښار په بېلابېلو سیمو کې په ۱۶۹ قضیو کې ۲۰۲ تنه هغه مجرمین نیولي، چې دوی به د شپې لخوا له کورونو غلاوې ترسره کولې. همدارنګه دوی به له خلکو مبایلونه او موټر هم په زوره غلا او ټښتول.»
ښاغلی وزیري د مزارشریف ښار مېشت اوسېدونکو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي او وایي، چې په دې برخه کې دې هېڅ ډول اندېښنه نه لري، ځکه د نوموړي په وینا د بلخ امنیتي ځواکونه په دغه ولایت کې د ښه امنیت راوستلو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
د بلخ ولايت امنيتي مسوولين د دغه ولايت له ټولو اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي، چې د لا ښه امنيت د ټينګولو او د جنايي شبکو د پېژندلو په برخه کې له خپلو پوليسو سره همکاري وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29456